اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۱۵ زره کسان بندیان دي

ډید خبري آژانس: یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي چې دا مهال د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۵ زره کسان د طا-لبانو په زندانونو کې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) خپل دوه میاشتنی راپور (می او جون) نن دوشنبه (د سرطان ۲۶) خپور کړ او ویې ویل چې نوې شمېرې د ۲۰۲۲ کال د منځني په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د دغه راپور له مخې، په بندیانو کې ښځې او نجونې هم شته چې د بند موده یې پوره شوې او یا یې د خوشې کېدو امر شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د محرم د نشتوالی له امله د خپلو حبسونو له پوره کیدو سره سره یو زیات شمیر بندیانې ښځې او نجونې لا هم په زندانونو کې دي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې یوناما د پخواني افغان حکومت د کارکوونکو او سرتېرو د غیر قانوني وژنې قضیې څېړلې دي.

یوناما له دغو وژنو څخه یوې ته د بېلګې په توګه اشاره وکړه او ویې ویل: «د می په ۲۴ مه په سمنګان ولایت کې، طا-لبانو د اردو د یوه افسر پر کور د تلاشۍ عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې یاد کس په ډزو ووژل شو».

د یوناما د موندنو پر بنسټ، په کابل او پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور د طا-لب جنګیالیو له خوا د پخوانیو پوځيانو خپلسري توقیف دوام لري.

د طا-لبانو له خوا په ننګرهار او کنړ ولایتونو کې د داعش له خراسان څانګې سره د تړاو په تور د خلکو وژل د ناقانونه وژنې بله قضیه ده چې په دې راپور کې یې یادونه شوې ده.

د راپور له مخې، په جون میاشت کې په جلال اباد ښار کې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي وو او په کونړ کې د طا-لبانو د استخباراتو ریاست یو کس له داعش سره د تړاو په تور نیولی و، خو د نیول شوي کس جسد څو ورځې وروسته ترلاسه شو.

یوناما په دغه راپور کې دا هم ویلي، چې په دغو دوو میاشتو کې ۳۴ کسان په ماین چاودنو او له جګړې څخه د پاتې شویو مهماتو په چاودنو کې وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، په تېرو دوو میاشتو کې د چاودېدونکو توکو له امله په رامنځته شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوی او ۴۹ نور ټپیان شوی دی.

د یوناما په وینا، د قربانیانو ډېری برخه ملکي وګړي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو تلفاتو ډېره برخه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې په دوو بریدونو کې اوښتې چې مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا