اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

په قطر کې د افغانستان سفارت: د هرات له زلزله ځپلو سره مو یو میلیون افغانۍ مرسته راتول وکړه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، په قطر کې د افغانستان سفارت وايي د هرات له زلزله ځپلو سره یې ۴۲ زره ۸۶۳ قطري ریال، چې یو میلیون افغانۍ کېږي، مرسته راتول کړې ده.

په قطر کې د افغانستان سفارت په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په قطر کې د افغانانو د سرتاسري شورا استازو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر مطیع الحق خالقي او په قطر کې د افغانستان سفارت رییس محمد نعیم ته د مرستو د رسولو دنده سپارلې ده.

دغه مرستې په قطر کې مېشتو افغانانو راټولې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په لوېديځ کې له خونړۍ زلزلې څو اونۍ تېرېږي، يو شمېر اوسېدونکي د مرستو پر غير عادلانه وېش نيوکې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا