افغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهور رئیس غني: د سولې هرپړاو په قید او شرط ولاړ دی/ په جمهوریت او د وګړو په حقونو باندې معامله نه کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د هیواد د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړیو سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې د هیواد د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړیو سره وکتل.
د ارگ راپور پر مخه، په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شوه، لومړی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس عبدالمتین بېک وویل، تر بل هر وخت د ولایتي شوراګانو او حکومت ترمنځ همغږي زیاته شوې او دغو شوراګانو د سولې مشورتي لویه جرګه کې د سولې د کرښو او کړنلارې ټاکلو کې مهم رول درلود.
نوموړي وویل، ولایتي شوراګانې د نظام په تحکیم کې اساسي رول لري او د سولې په اړه به له دوی سره مشوره کېږي. دا د دولت په نوي سیاسي فرهنګ کې ښه زېری دی.
د ولایتي شوراګانو د ښځینه غړو په استازولۍ د بادغیس د ولایتي شورا منشي مونسه قادري پر دې په ټینګار چې د سولې په خبرو کې باید د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي شي وویل، د جګړې لومړني قربانیان ښځې دي او په مذاکراتي ټیم کې باید د ښځو ونډه له پامه ونه غورځول شي.
د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د هیواد د ولایتي شوراګانو له لوري د سولې پروسې د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، موږ په کلیو او ولسوالیو کې له ځوانانو، سپین ږیرو او ښځو سره مشورې کړي او د ټولو ټینګار پر دې دی چې د سولې مشورتي لویې جرګې کړنلاره باید تعقیب شي.
عطاجان حق بیان وویل، سوله د ټولو هیوادوالو غوښتنه ده او موږ د هر فرد غوښتنه له تاسو سره شریکوو. دا د حکومت مسوولیت دی چې د سولې په نوم د معاملو او دسیسو مخه ونیسي او بندیان دې له قید و شرط پرته نه پرېښودل کېږي.

د جمهوري ریاست عالي مقام منتخب لومړي مرستیال امرالله صالح د سولې په اړه مشورې مهمې وبللې وې ویل، په دې اړه له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې کېږي او د سولې رامنځته شوي فرصت څخه باید اعظمي استفاده وشي.
امرالله صالح وویل، دولت په یوې ناازمویل شوې لارې د سولې بهیر ته داخلېږي، خو پټ پلان نه لري او زموږ د جرئت په نتیجه کې سوله له شعارونو څخه په یوې منظمې برنامې بدله شوې ده. دولت د هرې مرحلې تطبیق ته پوره تیاری لري.
امرالله صالح د ولایتي شوراګانو غړو ته په خطاب کې وویل، ولایتونو ته په لوړه روحیه ولاړ شئ او په همت خلکو ته دا پیغام ورسوئ چې دولت د سولې پروسې په هر پړاو جدي نظارت او مدیریت لري او د سولې ټولې مهمې پرېکړې به د خلکو په تائید ترسره کېږي.
منتخب جمهوررئیس غني د ولایتي شوراګانو مشرتابه او استازو په وینا کې د ولایتي شوراګانو د اجماع ستاینه وکړه وې ویل، په راتلونکو میاشتو کې به مو اساسي تمرکز پر ولسوالیو او کلیو وي او په انکشافي کارونو او سوله کې به ولایتي شوراګانو سره مشورې کېږي.
جمهوررئیس د ولایتي شوراګانو ښځینه غړو ته په خطاب کې وویل، په سوله کې د ښځو مشارکت تضمین شوی او د مذاکراتي ټیم هر غړی به د ښځو د حقونو دفاع کوي. د سولې د لوی هدف لپاره به یو کوچنی، قوي او ټولشموله ټیم جوړېږي.
د هیواد جمهوررئیس په ټینګار وویل، په جمهوریت او د وګړو په حقونو باندې معامله نه کېږي او د سولې هره پرېکړه به د ملي شورا او د اړتیا په صورت کې د لویې جرګې او رایې له لارې کېږي او نوی نسل هیچاته اجازه نه ورکوي چې په حقونو یې معامله وشي.

جمهوررئیس خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سولې له خبرو هیڅ ډول ډار ونه لري او د سولې هره مرحله خپل قید او شرط لري. د همدغو شرایطو پر اساس به تاوتریخوالی کمېږي چې بالاخره د اوربند لامل شي.
د هیواد جمهوررئیس وویل، سوله د خلکو اساسي غوښتنه ده، خو حکومتولي به هم روانه وي. خلک به په نږدې راتلونکې کې د لویو انکشافي پروژو د پیلېدو شاهدان واوسي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د ولایتي شوراګانو مشرتابه او غړو ته ډاډ ورکړ چې حکومت د سولې په مذاکراتو کې د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو ولاړ دی او په هره مرحله کې به له خلکو سره مشوره کېږي او زیاته یې کړه، هیڅ اجازه نه ورکوو چې طالبانو سره سوله د بلې جګړې د پیل لامل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا