اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د مسئلې پر ژر حل ټینګار وکړ

ډید خبري اژانس: د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي فریدون سینیرلی اوغلو سره په کتنه کې د افغانستان د شخړې د ژر حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي په توګه د سینیرلی اوغلو پر ټاکل کېدو د خوښۍ په څرګندولو سره، د افغانستان د مسئلې د ژر حل غوښتنه وکړه.

حسین امیرعبداللهیان همداراز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په محور کې د سیمه ییزو نوښتونو د پرمختګ لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړ.

هغه په ​​دوام کې د ټول شموله حکومت جوړول او له ترورېزم سره مبارزه په افغانستان کې مهمه وبلله او د افغانستان د ننګونو د حل لپاره یې د سیمه ییزو نوښتونو په تېره بیا د ګاونډیو له چوکاټه د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: افغانستان سمدستي حل ته اړتیا لري او که نړیواله ټولنه د ترهګرو ډلو د خوځښتونو له امله د دغه هیواد امنیتي ننګونو ته جدي پاملرنه ونه کړي، د هغې منفي پایلې به په سیمه او نړۍ اغیزه وکړي.

امير عبداللهيان په اوسنيو شرايطو کې د سنيرلي ماموريت دروند او ستونزمن وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د ګټورې تجربې او مسلکي ملاتړ له امله به د افغانستان د واقعيتونو دقيقه ارزونه وکړي او دغه ماموريت به په برياليتوب سره بشپړ شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا