اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست

په خوست کې د یوه ډله ییز قبر کشف

دید خبری آژانس: د خوست ولایت چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د یوه ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی دی.

د خوست ښاروال بسم الله بلال رسنيو ته ويلي، چې دغه ډله ييز قبر د خوست په مرکز کې موندل شوى او شاوخوا سل جسدونه په کې موندل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د دغه قبر د څېړنې پر مهال د ښځو جامې هم موندل شوي او ټاکل شوې، چې په دغه ډله ييز قبر کې نارينه او ښځې يو ځاى ښخ شوي وي.

ويل کيږي چې دغه ډله ييز قبر هغه مهال وموندل شو چې د سيمې خلک د اوبو د يوه کوچني بند د جوړولو لپاره د ځمکې په کيندلو بوخت وو.

د خوست ځايي چارواکي وايي، د دغه ډله ييز قبر د شاليد په اړه يې يوه کمېټه ټاکلې او څېړنې يې پيل کړې دي.

د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، موندل شوي مړي د هغو کسانو دي چې په ۱۳۵۸ کال کې د خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پر مهال په یوه ډله کې وژل شوي او ښخ شوي دي.

خو چارواکو ویلي چې د دې قبر د شالید په اړه پلټنې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا