اسلایدشو

د مرکزي بانک مشر بحرین ته لاړ

دید خبری اژانس: د افغانستان مرکزی بانک اعلان وکړ چې ددغه بانک مشر ملا هدایت الله بدری بحرین ته تللی دی.

د مرکزي بانک لخوا په X چینل کې په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ملا هدایت الله بدري او ورسره پلاوي د اسلامي مالي بنسټونو د محاسبې او تفتیش ریاست په کلنۍ غونډه او د اسلامي پراختیایي بانک په غونډه کې د ګډون په موخه بحرین ته سفر وکړ.

ویل شوي، چې د دغه کنفرانس موخه د غړو هېوادونو له لوري د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د نویو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکدارۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو ګټه اخیستل دي.

په همدې حال کې د افغانستان مرکزي بانک له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نړیوالې ټولنې تر سختو بندیزونو لاندې دی او له نړۍ سره د راکړې ورکړې امکان نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا