اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالب

د ملا شیرین په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی دی

دید خبری آژانس: راپورونه وايي چې د کندهار د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د تحریک طا-لبان پاکستان او دوه اړخیزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته رسېدلی دی.

په دغه پلاوي کې د ملي دفاع، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او همدارنګه د استخباراتو د چارواکو په ګډون له ۹ څخه تر ۱۰ پورې غړي شامل دي.

دغه پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو خبرو لپاره سبا په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ شورا په غونډه کې د ګډون لپاره ځي.

دوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره هم وګوري.

په دغه سفر کې طا-لبان پلان لري چې د بهرنیو چارو وزارت او پوځي چارواکو په ګډون د پاکستان له بېلابېلو بنسټونو سره خبرې وکړي.

ملا شیرین یو له مهمو شخصیتونو څخه دی، چې تاریخي پوځي او سیاسي رول لري او له مشرتابه سره نږدې اړیکې لري.

په ورته وخت کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر ملا فضل الرحمن نن کابل ته په سفر ځي.

تر اوسه د دغو سفرونو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا