اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په هرات کې د ریښتر په کچه ۶،۴ درجې بله زلزله وشوه

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ریښتر په کچه ۶،۴ درجې زلزلې یو ځل بیا د هېواد لوېدیځ ولړزاوه.

د اروپا د مدیترانې د زلزلې مرکز اعلان کړی چې نن چهارشنبه (د میزان ۱۹) په افغانستان کې د ریښتر په کچه ۶،۴ درجې زلزله ثبت شوې ده.

د دغې زلزلې مرکز د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۳۴ کیلومترۍ کې ۱۰ کیلومتره ژور او د هېواد دویم لوی ښار و، چې ۲۷۲ زره نفوس لري.

دا زلزله نن سهار په ۴:۱۱ دقیقو په هرات، د ایران مشهد، او د دغه هیواد په یو شمیر نورو ښارونو کې احساس شوې ده.

د زلزلې مرکز د هرات ولایت زنده جان ښار وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې دمه د هېواد لوېديځ څو ځلې زلزلې لړزولي او خلک هڅه کوي، چې له خاورو لاندې خپل عزيزان را وباسي.

تر اوسه د دغې زلزلې د زیانونو او تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا