اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جمهوررئیس غني سره ټلیفوني خبرې وکړې

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پرون ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ټليفوني خبرې وکړې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو پرون ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله سره ټليفوني خبرې وکړې.
په دغه مکالمه کې مايک پمپيو د اختر په ورځو کې د طالبانو د اعلان شوي اوربند د هرکلي له امله د افغانستان د حکومت ستاینه وکړه. نوموړي همداراز له جمهوررئيس غني څخه د دوه زره طالب بنديانو د خوشې کولو پروسې د پيلولو له امله مننه وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر جمهوررئیس سره په خبرو کې وويل، امريکا ټينګار کوي چې په افغانستان کې اوږدمهالی اوربند يا اورکم رامنځته او مخامخ مذاکرات پيل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا