اسلایدشوافغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

د ملا هبت‌الله آخندزاده له خوا د دریو والیانو او دوو امنیه قوماندانانو بدلون

دید خبری آژانس: ذبیح الله مجاهد د ملا هبت الله آخندزاده له خوا د دریو والیانو او دوو امنیه قوماندانانو د بدلون خبر ورکړی.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ملا هبت الله آخندزاده د حکم له مخې د دایکندي پخوانی والي محمد امان عبید د محمد قاسم پر ځای د کابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د دغه فرمان له مخې د کابل پخوانی والي محمد قاسم خالد د نیمروز د نوي والي په توګه او د دغه ولایت پخوانی والي نجیب‌الله رفیع د دایکندي د والي په توګه ټاکل شوی دی.

دغه راز د وردګو د پخوانی امنیه قوماندان محمد شریف حلیمي د پکتیکا د امنیه قوماندان په توګه او د پکتیکا پخوانی امنیه قوماندان عبدالقیوم هلال د وردګو د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د ملا هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ امنیتي او ملکي چارواکي په کابینه او ولایتي پوستونو بدل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا