اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

امیري: طا-لبان باید د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای خلک او افغانستان غوره کړي

دید خبری آژانس: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې طا-لبان باید د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای خپلو خلکو او هېواد ته ترجیح ورکړي.

په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې ویلي چې طا-لبان باید د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

اميري د طا-لبانو له خوا د کانکور په ازموينه کې د نجونو له ګډون څخه منع کولو ته په اشارې سره وويل چې د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

د امریکا ځانګړي استازي وویل: د دوی (نجونو) بریا به د افغانستان بریا وي او دا به د معاشونو د برابرولو، د اقتصاد د ښه والي او راتلونکي سبب شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل په نوي ښار کې د ویښتانو د سالونونو د تړلو پر ضد د ښځو د ویښتانو ټولنې سوله ییز لاریون کړی و، خو په شا وتمبول شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا