اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

سوداګریز نندارتونونه تر بل خبرتیا پورې وځنډول شوې

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نوې مقررې تر جوړېدو پورې د صنعتي او سوداګریزو نندارتونونو د ترسره کېدو د ځنډولو اعلان کړی دی.

د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد نن (د میزان ۱۱مه) په یوه ویډیويي کلیپ کې وویل چې د نندارتونونو د ښه ترسره کېدو او د اسانتیاوو د برابرولو په خاطر د کورنیو او بهرنیو نندارتونونو د ترسره کولو په طرزالعمل کې یو لړ بدلونونو ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، تر څو چې د نوې کړنلارې تر تنظیم لاندې نه وي، د نندارتونونو جوړول وځنډول شي.

په ورته وخت کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند په کابل کې د سوداګرو ښځو په شتون سره د یو نندارتون د جوړېدو خبر ورکړی دی.

هغه زیاته کړه چې په نندارتونونو کې د ښځو پر ګډون هیڅ ډول بندیز نشته.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند زیاته کړه، له سوداګرو ښځو سره هر اړخیزه مرسته کوي او د هغوی د سوداګرۍ د ودې لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړي، څو د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ ونډه واخلي.

په داسې حال کې چې د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه شته.

د ښځو پر کار وروستی محدودیت د ښځو د ویښتانو پر سالونونو بندیز دی، چې زرګونه ښځې یې بې کاره کړې دي.

همدارنګه ښځې په دولتي او نادولتي دفترونو کې له کار کولو منع دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا