افغانستانبشری حقونهروستي خبرونه

په کوچنۍ نجلۍ جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده

د روزګان ولايت قومي مشرانو خبر ورکړی دی، چې ګيزاب ولسوالۍ کې سيمه‌ييزو پوليسو لومړي پر يوه کوچنۍ نجلۍ ډله‌ييز جنسي تېری کړی او وروسته يې مرۍ ور خپه کړې او وژلې ده.

د ګيزاب قومي مشرانو د نوم نه ښودو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، چې پېښه دوه ورځې وړاندې په دره سيدان سيمه کې رامنځته شوې. هغوی زياته کړې ده، چې قرباني نجلۍ اته کلنه وه، په دښته کې يې بيزې څرولې، چې لومړی پرې سيمه‌ييزو پوليسو جنسي تېری کړی او وروسته يې زيندۍ کړې او وژلې ده.

د ګيزاب امنيه قوماندان لالي اڅکزي د پېښې پخلی کړی، خو ويلي يې دي، چې معلومه نه ده پېښه د چا له لوري شوې ده. هغه وايي په اړه يې پلټنې روانې دي او عاملين به يې د قانون منګولو ته وسپاري.

هېره دې نه وي، چې د سيمه‌ييزو پوليسو له لوري وخت ناوخت د دا ډول جرمونو د ترسره کولو خبرونه خپرېږي. د هېواد په ډېرو سيمو کې خلکو له دولته دا غوښتنه هم وکړه، چې له سيمو دې يې سيمه‌ييز پوليس وباسي، خو دولت ټينګار کوي، چې دا پوليس د امنيت خوندي کولو کې رول لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا