اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستشننه

طالبان، له زندان خوشې شوي زندانیان جګړې ته مجبور کړي

د طالبانو څلور زره خوشې شویو زندانیانو کې زیات شمېر یې بیرته د جګړو لیکو ته تللي او ځینو ان په خپلو سیمو کې د جګړې مشري هم اخیستې ده.

عبدالمنان توحیدیار
منبع: د دید خبری آژانس برشنالیک پته
طالبانو له امریکا سره په دوحه کې هوکړه کړې چې خوشې کیدونکي زندانیان به یې هیڅکله بیا جګړې ته نه ستنیږي او په کور به پاتې کیږي.
طالبان هر کله امریکا او نورې نړۍ ته وایي چې د دوحې تړون ته ژمن دي، خو په اصل کې دا تړون طالبان هره ورځ ماتوي.
د طالبانو څلور زره خوشې شویو زندانیانو کې زیات شمېر یې بیرته د جګړو لیکو ته تللي او ځینو ان په خپلو سیمو کې د جګړې مشري هم اخیستې ده.
تازه مورد کې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لار د قاري روح الله په نوم هغه طالب سرګروپ ټپي شوی چې د طالبانو د زندانیانو لیست کې و، او د دولت له لوري خوشې شوی دی.
دا یو مثال دی چې یو طالب خوشې شوی زنداني بیرته د جګړې لیکو ته تللی او یو ځل بیا ټپي شوی خو تښتیدلی دی.
مالومات ښيي چې هرو لس خوشې شویو طالبانو کې تراوسه یو کس بیرته د جګړې لیکو کې یو ځای شوی او بیا یې جګړه پيل کړې، په داسې حال کې چې د زندانیانو د خوشې کیدو یو شرط دا و چې دا زندانیان به بیا د جګړې ډګر ته نه ځي.
طالبانو باندې هیڅکله باور نه شي کیدلی، دا ډله یوه ترهګره ډله ده او کوم سیاسي بیز او ريښه نه لري چې فشار پرې راشي چې په ژمنو باندې ودریږي.
تاسو به په یاد وي چې د حامد کرزي په حکومت کې هم یو شمېر زندانیان د ښه نیت له مخې خوشې شول چې ګوندې طالبان به سوله وکړي، خو کله چې زندانیان خوشې شول، طالبانو د سولې له خبرو شاتګ وکړ او خوشې شوي زندانیان بیا د جګړې ډګر ته ستانه شول، چې ځینې یې بیرته ونیول شول.
طالبانو هڅه کوي چې امریکا ته ځان د دوحې په تړون کې ژمن وښيي چې خطرناک زندانیان یې هم خوشې شي، هغه زندانیان چې لویو بریدونو او مخدره توکو قاچاق او کاروبار کې یې لاس درلوده.
جګړه د طالبانو شوق نه دی، نه یې د وطن لپاره کوي او نه د اسلام له غمه مړه دي، جګړه د طالبانو لپاره د عوایدو سرچینه ده او یوه ورځ چې جګړه و نه کړي، روزي یې نه پيدا کیږي.
د طالبانو مشران د جګړې له درکه زیاته پانګونه بهرنیو هېوادونو کې کړې او هیڅکله یې قومندانان په کور نه شي پاتې کیدلی چې د سولې پروسې او مذاکراتو ته په تمه شي.
د طالبانو قومندانان اوس د رهبري تر کنټرول لاندې نه دی، هره سیمه کې خپله قومندان قانون لري او د جګړې له درکه هڅه کوی چې زیاتې پيسې پيدا کړي او بهرنۍ اړیکې جوړې کړی.
پر طالبانو باور کول، حماقت دی اوله دې ډلې سره باید هر اړخ ډير محتاط لاړ شي، کنه بیا به وخت تیر وي او څه به په لاس نه ورځي.
ځینو سیمو کې خوشې شوي طالبان په خپله خوښه د پيسو پيدا کولو لپاره جګړې ته تللي او ځینو سیمو کې چې طالبان د بشري قوي له کمښت سره مخ و، خوشې شوي طالب زندانیان یې مجبور کړي چې جګړه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا