اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د چین له انلاین نقشې څخه د اسراییلو نوم لیرې شو

دید خبری اژانس وایی له چین څخه راپورونه وایی چې د دغه هیواد له انلاین ډیجیټل نقشې څخه د اسرائیلو د رژیم نوم حذف شوی دی.

د وال سټریټ ژورنال په وینا، اوس مهال په چین کې آنلاین نقشې د اردن، مصر او ګاونډیو هېوادونو نومونه ښيي، خو په دې نقشه کې د اسراییلو نوم نه لیدل کېږي.

په Baidu کې ډیجیټل نقشې هم د اسراییلو او نورو سیمو تر مینځ حد ښیي، مګر دا نه تعریفوي.

تر اوسه د چین له خوا د دغه اقدام علت معلوم نه دی.

بیجینګ/پکن تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې د چین ولسمشر شي جین پینګ د انلاین ډیټا او معلوماتو د ساتنې په اړه په خپل وروستي غږ کې ویلي وو چې هیواد یې باید د کمونست ګوند تر څارنې لاندې د خپل انټرنټ لپاره «قوي» امنیتي خنډ جوړ کړي.

په دې وروستیو کې د حماس او اسرائیلي رژیم تر منځ له جګړې وروسته روسیې او چین په ملګرو ملتونو کې د دغه رژیم د دریځونو ملاتړ نه دی کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا