اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

ایران: د ځانمرګي بریدګر تابعیت تاجیکستانی و

دید خبری آژانس: د ایران د استخباراتو وزارت وايي، د دغه هېواد په کرمان ښار کې د یوه ځانمرګي بریدګر تابعیت یې تاجک دی او د دویم بریدګر هویت لا هم نه دی په ډاګه شوی. دغه وزارت درې ورځې مخکې د چاودنو په تړاو د ۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت د جمعې په ورځ (جدي ۱۵) وویل چې د دوو ځانمرګو بریدګرو له ډلې څخه یو یې د تاجکستان تابعیت درلود او د دوهم بریدګر هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې «د هغو عواملو په پېژندلو سره چې هېواد ته يې ترهګر راوستل، د يادو عاملينو د نيولو لپاره لومړى عمليات د پېښې په ورځ ماښام ترسره شول».

د ایران د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په ۶ ولایتونو کې د تروریستي ډلې د ملاتړي شبکې او د هغې د ملګرو له ډلې ۹ تنه وپېژندل شول او ونیول شول.

د ایران دغه امنیتي ادارې د کشف شویو تجهیزاتو یوه برخه دوه ځانمرګي واسکټونه، دوه ریموټ کنټرول وسایل، دوه چاودیدونکي توکې، څو زره مرمۍ چې په ځانمرګو واسکټونو کې کارول کیږي، د واسکټونو لپاره چمتو شوي تارونه او ځینې چاودیدونکي مواد بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د ایران په کرمان ښار کې د جنرال قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې تروریستي برید لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ووژل او تر ۲۰۰ زیات یې ټپیان کړل چې پړه یې داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

په دغه ترهګریز برید کې ۱۲ تنه افغانان هم ووژل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا