اسلایدشوافغانستانبرگزیدهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

د بې پولې خبریالانو سازمان له پاکستانه غوښتي: افغان خبریالان مه اخراجوئ

ډيډ خبري اژانس: بې پولې خبريالان وايي، شاوخوا ۲۰۰ افغان خبريالان له پاکستانه د شړلو له خطر سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان پرون په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د جمهوري نظام له ړنګیدو راهیسې شاوخوا ۲۰۰ افغان خبریالان پاکستان ته تښتیدلي او د جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي.

بې سرحده خبريالان وايي، افغانستان ته د دغو خبريالانو لېږل د دوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

دغه سازمان له پاکستانه غوښتي چې دغو کسانو ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړي او د هغوی خوندیتوب تضمین کړي.

د دغه سازمان په وینا دغه خبریالان د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول شوي، وهل شوي، په خپل سر بندیان شوي او له نورو فشارونو او تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

د دغه سازمان اعلامیه زیاتوي چې د خبریالانو جبري ستنول له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د منلو وړ نه ده.

یو له دغو ژورنالیستانو څخه په ځینو شرایطو کې وویل: افغانستان ته په زوره راستنیدل زموږ قصاب خانې ته د لیږلو معنی لري.

د دغو خبریالانو له ډلې یو بل ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طا-لبانو لاس ته د کابل له سقوط وروسته په افغانستان کې دوه ځله نیول شوی او شکنجه شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د دغه مهالوېش له تېرېدو سره پاکستاني پوليسو د افغان کډوالو د نيولو او لېږدولو لړۍ پيل کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا