افغانستانروستي خبرونه

د طالبانو خپلمنځي نښته

 

په سویل هلمند ولایت کې پر ملا رسول ډلې ځانمرګي موټر بم برید مسئولیت د ملا هبت الله ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د یاد ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي، چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، چې په وژل شویو کې د یاد ډلې یو قوماندان چې وفادار نومېده هم شامل دی.

د ملا رسول ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو سیمه ییز چارواکي وایي، د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي او تر ۶ زیات کسان ټپیان دي.

په هلمند کې یو امنیتي سرچینه وایي، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو ځانمرګي بریدګر د ګرشک ولسوال اړوند په یوه لویه لاره کې د ملا رسول ډلې وسهل وال په نښه کړه.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک مخکې ویلي وو، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا