اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

په افغانستان کې د اقلیم د وضعیت د خرابیدو په اړه د پنځو نړیوالو سازمانونو خبرداری

ډید خبري اژانس: د افغانستان له اقتصادي بحران وروسته په دې وروستیو کې پنځو نړیوالو سازمانونو یو ځل بیا د دغه هېواد د اقلیم او اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان نیمايي نفوس له وچکالۍ او اقلیمي بدلون څخه اغېزمن شوی دی.

د لوږې په وړاندې د مبارزې سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان، د بشري مرستو سازمان، اسلامک ریلیف، د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان او د ورلډ ویژن نړیوال سازمان په ګډون پنځو نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د اقلیمي شرایطو د خرابیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغو سازمانونو ویلي دي چې د افغانستان لږ تر لږه ۲۵ ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخامخ دي.

د دغو سازمانونو د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د وچکالۍ دوام د دغه هېواد له نیمايي زیات نفوس اغېزمن کړی دی.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې به د وچکالۍ تر ټولو زیات زیان ماشومان او بزګرې کورنۍ وي. دغه بنسټ زیاته کړې، چې د باران کمښت او دوامداره وچکالي د کولرا، د بې وزلۍ د زیاتوالي او د کورنیو د جبري کډوالۍ په ګډون د ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي.

د نړیوالو سازمانونو د شمېرو پر بنسټ، سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۷،۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه نه لري او که وچکالي همداسې دوام وکړي، د دغو ماشومانو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان دا هم یادونه کړې چې څلور ملیونه امیندواره او شیدې ورکونکي میرمنې چې د ۳٫۲ ملیون ماشومانو په شمول چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، دا مهال له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د نړیوالو سازمانونو د معلوماتو له مخې، افغانستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې د تېرو کلونو په پرتله یوازې له ۴۵ تر ۶۰ سلنه اورښت تجربه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په افغانستان کې د وچکالۍ پر دوام اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دغه هېواد په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو بده وچکالي تجربه کړې ده.

په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې اداری مرستیال عبدالسلام حقاني پرون (دوشنبه، د دلو ۱۶مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې جګړې د اقلیم د بدلون له امله افغانستان ته «جدي زیان» اړولی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي وو چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه ۸ یې ناپاکې اوبه څښي او ۹۳ سلنه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د اوبو له سخت فشار سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم راپور ورکړی چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون اوبو ته د کورنیو لاسرسی ۶۰ سلنه کم کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا