افغانستانروستي خبرونه

یوناما: په افغانستان د ملکي وګړیو مرګ ژوبله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) وایي، په تیریو شپږ میاشتو کې ۱۶۶۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۸۱ نور ټپیان دي.

یوناما په یوه نوې راپور کې لیکلي، چې د جنوري د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر ۳۰ مې نیټې په ټوله کې د ۱۶۶۲ ملکیانو وژل کیدل تایید شوي دي چې دا د تیر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښیي. د ټپي ملکیانو شمیره بیا د تیر کال د همدې مودې په پرتله، د یوې سلنې په راټیټیدو ۳۵۸۱ کسه دي.

د رپوټ له مخي د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.

همدارنګه ځانمرګو بمونو او بشقاب ته ورته چاودیدونکو توکو ۵۹۶ کسه ملکیان وژلي او ۱۴۸۳ نور یې ټپیان کړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي وایي، په دغو شمیرو کې هغه ملکي تلفات هم شامل دي چې د ځانمرګو او پیچلو بریدونو، چې له یوه څخه زیات عاملین لري او له دوو یا له دې څخه زیاتو وسلو څخه په کې کار اخیستل کیږي او ځانمرګي تعبیه شوي توکي هم په کې راځي، رامنځ ته کیږي، چې له امله یې ۲۵۹ ملکیان وژل شوي او ۸۹۲ نور ټپیان شوي دي چې دا د ۲۰۱۶ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یوناما په وینا، ګڼ تلفات په یوه برید کې چې په کابل کې د مې میاشتې په ۳۱ نیټه تیرسره شو رامنځ ته شول کله چې یوه لارۍ بم موټر لږ تر لږه ۹۲ ملکیان ووژل او نژدې ۵۰۰ نور یې ټپیان کړل، چې دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې د یوناما له لوري تر ټولو مرګونې مستند کړل شوې پیښه ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا