اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

نن بشکیک د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې- منځنۍ اسیا د غونډې کوربه دی

دید خبری آژانس: د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا غونډه نن چهارشنبه (د دلو ۲۵مه) د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي.

د منځنۍ اسيا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تيري هاکلا او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکولاسن قرغزستان ته تللي دي.

د اروپايي ټولنې استازي د افغانستان په اړه د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا د ځانګړي استازي په غونډه کې ګډون کوي ​​او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د نظر تبادله کوي.

برسېره پر دې، دوی به له دولتي چارواکو او د مدني ټولنې له غړو سره ګڼې ناستې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوحه دویمه ناسته ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا