اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

ډانیل طوفان؛ په لیبیا کې شاید شل زره کسان وژل شوي وي

ډیډ خبری آژانس: د لیبیا په شمال کې د ډانیل طوفان وروسته د مړو شمیره د ۲۰ زره مړینې احتمال په ګوته کوي.

د تیرې یکشنبې په ورځ، ډانیل په څو ساعتونو کې د «درنه» شاوخوا دوه بندونو شاته په ځینو ځایونو کې د ۴۰۰ ملي میتر باران لامل شو. د درنه ښاروال د جمعې په ورځ (سنبلی ۲۴) اټکل وکړ چې په دې پیښه کې د ۱۸۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ پورې کسان وژل شوي دي.

لومړی او لوی بند چې په لیبیا کې د سیاسي ګډوډۍ له امله په سمه توګه ساتل شوی نه و، مات شو او د سونامي په څیر یې دغه ساحلي ښار ته اوبه رسولې او دوهم بند یې هم مات کړ.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې سیلابونو د لیبیا په شمال کې یو شمیر نور ښارونه هم اغیزمن کړي دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو اټکل کړی چې په سېلاب ځپلو سیمو کې لږ تر لږه ۹۰۰ زره کسان مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وايي، که د دغه سېلاب د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړل شوی وای او له اغېزمنو سیمو د اوسېدونکو ایستل په خپل وخت ترسره شوي وای، ښايي «د انساني تلفاتو شمېر کم شوی وای».

خو تر ليبيا وړاندې دانيل طوفان په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم زيانونه اړولي وو.

دغه توفان په یونان کې د بې ساري سیلابونو لامل شوی او په ترکیه او بلغاریا کې یې یو شمېر کسان وژلي دي.

د لیبیا په شمالي ساحل کې د اورښت اندازه په یوه ورځ کې له ۱۵ سانتي مترو څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې حساب شوې چې دا په لنډه موده کې د اورښت غیر معمولي مقدار دی. د باران اندازه په لوړو ځایونو او غونډیو کې زیاته وه.

هغه دوه بندونه چې د دې طوفان وروسته درنه ته نږدې مات شول ځانګړې ګټه درلوده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا