اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

ایراني دیپلومات: د ژمي په رارسېدو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه سمه نه ده

دید خبری اژانس: د ایران دبهرنیو چارو د وزارت د جنوبی اسیا د چارو عمومی مشر په دې خبرې سره چې هر هیواد د خارجی اتباعو د شتون د مدیریت حق لری وویل که چیرې له پاکستان څخه د افغانانو د اجباری ایستلو لړۍ تر راتلونکی پسرلی پورې وځنډول شی نو یو اسلامي او انساني کار وي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا د چارو عمومي رييس سيد رسول موسوي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو په اړه غبرګون وښود او د ژمي په رارسېدو يې دغه پرېکړه ناسمه وبلله.

موسوي: دا د هر هیواد حق دی چې په خپله خاوره کې د بهرنیو اتباعو د شتون او پاتې کیدو اداره وکړي، خو زه له انساني نظره فکر کوم که له پاکستان څخه د افغان کورنیو، ښځو او ماشومانو د ایستلو پریکړه د ژمي په موسم کې د نظر تجدید شوې وای او دوی ته د راتلونکی کال په پسرلي کی فرصت ورکرل شو، دا یو اسلامي او انساني کار ګڼل کیږي.

د يادونې وړ ده، چې د ژمي په رارسېدو سره له پاکستانه زرګونه افغان کډوال ايستل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا