اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

اصف درانی: پاکستان له هند سره تر درېیو جګړو له افغانستان څخه زیات زیان لیدلی دی

ډيډ خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، دغه هېواد له هند سره د درېیو جګړو په پرتله له افغانستان څخه ډېر زیان لیدلی دی. نوموړي د ځانمرګو بريدونو او پاکستاني طا-لبانو د حملاتو د زياتوالي يادونه کړې ده.

اصف دراني دا خبره پرون (چهارشنبه د ثور په پنځمه) د «پاکستان په رامنځته کېدونکې جيو پوليټيک منظره کې» تر سرليک لاندې په يوه ورځنۍ نړيواله غونډه کې وکړه چې د اسلام اباد د ستراتيژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ (ISSI) او د جرمني د انسټيټيوټ «فريدريش ایبرټ» له خوا جوړه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په تېرو دوو لسيزو کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ٨٠زرو زيات پاکستانيان وژل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

دراني دې ته اشاره کړې ده: «د پاکستان پر سرحدي سیمو د پاکستاني طا-لبانو بریدونه په سلو کې ۶۵ او ځانمرګي بریدونه په سلو کې ۵۰۰ زیات شوي دي».

د پاکستان د دفاعي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، دراني په دې غونډه کې اعتراف وکړ چې د دغه هېواد د ٨٠٠٠ پوځيانو په ګډون د ٨٠زره اتباعو پر وژل کېدو سربېره شاوخوا ١٥٠ ميليارده ډالره اقتصادي زيان هم اوښتى دى.

د دغه پاکستاني چارواکي په وینا، د تحریک طا-لبان پاکستان اکثره غړي د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د دغه هېواد پر پوځیانو بریدونه پلانوي.

دراني د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د افغان اتباعو پر ونډې هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان ځانګړي استازي څرګنده کړه: «له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هیله وه، چې په افغانستان کې سوله به په سیمه کې د سولې لامل شي، خو دا ډول هیلې لنډې پاتې شوې».

د معلوماتو پر بنسټ، د دې غونډې یو شمېر نورو ګډونوالو هم د ښځو پر وړاندې د طا-لبانو له خوا د لګول شویو تعلیمي او کاري محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا