اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

مودي د شانګهای په غونډه کې: له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پرېکنده اقداماتو ته اړتیا ده

دید خبری آژانس: د هند لومړی وزیر د شانګهای د همکاریو د سازمان په غونډه کښې د افغانستان د حالاتو په هکله خبرې اترې وکړې او له ترهګرۍ سره یې په هر ډول مبارزې ټینګار وکړ.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په دې غونډه کې وویل چې د افغانستان خاوره باید د سیمې د بې ثباتۍ لپاره ونه کارول شي.

مودي د شانګهای د همکارۍ سازمان په مجازي غونډه کې وویل چې دغه سازمان باید د بشري مرستو په رسولو سره د افغانانو د هوساینې لپاره کار وکړي.

هغه پرته له دې چې کوم مشخص هیواد ته اشاره وکړي وویل چې یو شمیر هیوادونه له سرحدي ترهګرۍ څخه د خپل سیاست د وسیلې په توګه کار اخلي او د شانګهای د همکاریو سازمان باید په دې اړه له نیوکو څخه ډډه وکړي.

د هند لومړی وزیر په دغه کتنه کښې چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسی، د چین د ولسمشر شی جین پینګ او د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف په ګډون جوړه شوې وه وویل: دغه اقدام د سیمې او نړۍ د سولې لپاره یو ګواښ دی او پکار ده. د تروریزم سره د مقابلې لپاره پریکړه کونکي اقدامات شتون لري.

هغه همدا راز له ترهګرۍ سره په هره ممکنه توګه پر مبارزې ټینګار کړی دی.

سیمه ییز امنیت، اقتصاد، د خوړو خوندیتوب، د اقلیم بدلون او افغانستان د دې غونډې اصلي موضوعات دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا