افغانستانروستي خبرونه

هرات کې یو تښتول شوی صراف ازاد او په تړاو یې اته تنه ونیول شول

پشتو / آخرینی خبرونه/ امنیت او حوادث/ افغانستان
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د هرات ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمو کې ځینې هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو صراف د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.


د دید خبر آژانس په رپوت، یاد صراف دوه ورځې مخکې تښتول شوی و او له دې پېښې وروسته پولیسو کشفي کار پیل کړی و، چې نن سهار د پولیسو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د انسان تښتوونکو یوه اته کسیزه ډله نیول شوې او له دې کسانو څخه دوه میله کلاشنیکوفونه او یوه قبضه تفنګچه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا