اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي دي

دید خبري آژانس: ملګري ملتونه وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډینیل اندریس ویلي، په تېرو دوو کلونو کې په دغه هېواد کې ۳۰ بشري کارکوونکي وژل شوي دي.

نوموړي د بشردوستانه نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې ډېری قربانیان واکسیناتوران او ماین پاکوونکي وو.

هغه زیاته کړه، بشري کارکوونکي د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال له پرله پسې خطرونو سره مخ دي او دا د منلو وړ نه ده.

اندریس وویل چې د بشردوستانه کارمندانو پرته به ملیونونه خلک حیاتي اړتیاو ته لاسرسی ونلري.

د هغه په ​​وينا، نن په افغانستان کې بشري اړتياوې خپلې لوړې کچې ته رسېدلي او ۲۹ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري.

په همدې حال کې مرستندویه سازمانونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي او ځینو یې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا