اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

په افغانستان کې تر ترورزم روسته توریزم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، افغانستان کولای شي چې د تروریزم د شر له ختمولو وروسته آینده کې، د کال دوه تر پنځه میلیونه خارجي ګرځندوی ولري.

ولسمشر غني دغه څرګندونې نن په کابل کې  د توريزم په وړاندې د تروریزم د ستونزو په اړه په علمي او تحقیقي سیمینار کې وکړه.

د ولسمشر غني په وینا، توریزم چې په نړۍ کې د عوایدو او کاروبار او دغه راز د ولسونو او ملتونو تر منځ د ښو اړیکو د ایجاد لویه ذریعه ده، د افغانستان لپاره چې په تاریخی، طبیعي او کلتوري لحاظ یې جذابیتونه خورا زیات دي، ډیر اهمیت لرلای شي.

افغان ولسمشر په همدې حال کې وویل، چې د غزني ولایت اړوند د اجرستان په څپاند سین کې د آبي سپورت داسې امکان شته چې د دنیا د آبي سپورتونو له بهترینو ځایونو سره مقایسه کیدای شي.

هغه وویل « د افغانستان په شمال کې آی خانم ښار په ټوله آسیا کې یوازینی ښار دی چې سل فیصده یوناني خصوصیات لري. دلته د مقدوني سکندر تر راتلو ډیر له مخه لا یونانیان راغلي وو او په کاروبار بوخت وو، ځکه خو یوناني تمدن زموږ په خاوره کې په دومره وسیع اندازه جذب شو.»

هغه زیاته کړه « افغانستان لکه څنګه چې په زرګونو کلونو د فکر، فرهنګ او تمدن د انتقال او اتصال یو لوی مرکز و، په آینده کې هم دغه نقش لرلای شي.»

د ولسمشر غني په وینا، دغه هدف ته په رسېدو کې لکه څومره چې تروریزم خنډونه جوړوي او تاوان پېښوي، هغومره توریزم موثر دی او ګټور ثابتېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا