اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په افغانستان کې د قومی او مذهبی جنګ د تشدیدو لپاره د امریکا د طرحې په اړه د ایران خبرداری

د دید خبری آژانس: د افغانستان په چارو کې د ایران خاص استازی وویل: امریکا په قومی او مذهبی جنګ پسې ده او په بلخاب کې کړکیچ د افغانستان د بحرانی کولو لپاره یوه سریزه ده.

په افغانستان کې د قومی او مذهبی جنګ د تشدیدو لپاره د امریکا د طرحې په اړه د ایران خبرداری

د فارس د راپور له مخې، حسن کاظمی قمی وویل: د امریکا لومړیتوب په افغانستان کې د قومی او مذهبی جنګ پیدا کول او په سیمه کې د خپلو پلانونو لپاره د دغه هیواد دخلکو قربانول دی.
د افغانستان په چارو کې د ایران خاص استازی نن په خپل ټویټ کې ولیکل: «د امریکا لومړیتوب په افغانستان کې هدفمنه بلوا جوړونه او د قومی مذهبی جنګ رامینځته کولی دی چې هزاره او تاجیک د خپلې طرحې قربانی کړی اړو د افغانستان بحران سیمه ایز کاندی. د بلخاب جنګ دا مریکا مقدماتی فتنه ده؛ هر څوک چې ورته لمن ووهی د امریکا لپاره یې لوبه کړې ده».
هغه زیاته کړه: د افغانستان په ټولو قمونو کې زړه سواندی مشران دې د بلخاب له جنګه ځان لرې کړی. په بلخاب کې نښته د افغانستان د خلکو له وینه بهېدلو او ورانۍ پرته بله هیڅ پایله نه لری. د افغانستان ټول خېر غواړی باید د بلخاب د نښتې په وړاندې دریځ خپل کړی؛ د نښتې اصلی محرک، څو ملیتی اطلاعتی او استخباراتی ادارې دی.
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا هم په یوې خبرتیا کې په بلخاب سرپل کې د مولوی مهدی له ځواکونو سره د طا-لبانو د نښتې په اړه ویلې چې باید ملکی کسان په دغه جنګ ونه ځورول شی.
د شیعه عالمانو شورا ویلې چې په بلخاب ولسوالۍ کې د تاوتریخوالی جوړېدو یو لړ اندیښنې پیدا کړې او یو ورانوونکی جنګ دی چې په هیڅ دلیل د هیواد او ولس په ګټه نه دی.
په بلخاب کې جنګ د طا-لبانو له غړیتوبه د مولوی مهدی له وتلو او دغه ولسوالۍ ته یې له تللو وروسته رامینځته شوی دی.
په تېرو درېو ورځو کې د بلخاب ولسوالۍ په شاوخوا کې د مولوی مهدی وفادار کسان او طا-لبان له یو بل سره سخت ښکېل وو او ځینې راپورونه وایی چې د دغه سیمې خلک د کورونو پریښودلو او غرونو ته پناه وړلو ته مجبوره شوې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا