اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

پاکستان: موږ په چترال کې د ټي ټي پي برید په شا وتمبول

ډید خبري اژانس: د پاکستان پوځ وايي، په چترال سیمه کې یې د پاکستاني طا-لبانو د سلګونو غړو برید په شا تمبولی دی.

یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي وویل، پاکستاني پوځیانو پرون له افغانستان څخه د «سلګونو پاکستاني طا-لبانو جنګیالیو» له خوا د پولې ها خوا وژونکي برید په شا وتمباوه، او چترال ته څېرمه سختې سرحدي سیمې ته اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړل شول.

محمد علي چې د چترال ښار/ولسوالۍ یو چارواکي دی، ای اېف پي ته وویل: په دوی کې سلګونه کسان وو او په سپکو او درنو وسلو سمبال وو. موږ برید ته چمتو وو او د ډزو تبادله شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طا-لبانو د بیرته واک ته د رسیدو سره د تحریک طا-لبان پاکستان (TTP) زړور شوی دی، او اسلام آباد په منظمه توګه د طا-لبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د پاکستان ضد جنګیالیو په پټنځایونو تورنوي – دا تور چې افغان طا-لبان ردوي.

په همدې حال کې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر اعلان وکړ چې په څو ساعته جګړه کې چې پرون له غرمې مخکې پيل شوه څلور پاکستاني پوځيان او ١٢ پاکستاني طا-لبان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا