اسلایدشوامنیت و حوادثروستي خبرونهنړۍ

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې د وژلو شمیر ۸۲۰۰ تنو ته لوړ شو

ډيډ خبري اژانس: په ترکيه او سوريه کې د سختو زلزلو د قربانيانو په اړه د نړيوالو سرچينو له خوا ورکړل شوې شمېرې ښيي چې په دې هېواد کې د زلزلې له امله ٨٢٠٠ کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې په ترکیه کې ۵۹۰۰ تنه او په سوریه کې ۲۳۰۰ تنه وژل شوي دي. تر اوسه په دغو دوو هېوادونو کې د څه باندې ۳۴ زره کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی چې په ترکیه او سوریه کې د سترې زلزلې له امله ۲۳ میلیونه کسان اغیزمن شوي دي. دې ادارې مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي د قربانیانو شمېر اته برابره زیات شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هیواد په جنوب کې د زلزلې ځپلي ۱۰ ولایتونه د ناورین د سیمې په توګه بللي او په دغو سیمو کې یې د دریو میاشتو لپاره بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د ترکیې ولسمشر وویل چې حکومت به زلزله ځپلو سیمو ته ۵۰ زره نور مرستندویه کارکوونکي واستوي او له زیانمنو سره د مرستې لپاره یې ۵.۳ میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي.

د دغې زلزلې په پایله کې په ترکیه کې ۹۴۱ ودانۍ نړیدلې او په دغه هیواد کې تر اتو زرو ډیر کسان له خاورو خټو څخه ژوندي را ایستل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا