افغانستانروستي خبرونهسیاست

د بلخ والی د اطلاعاتو او کلتور خپراوی معین سره ولیدل

د بلخ والي محمد اسحق رهګذر، په داسې حال کي چې د ولایتي شورا ریس ډاکټر محمد افضل حدید هم شتون درلود، د اطلاعاتو فرهنګ نشراتو معین عبدالمنان شیوا شرق سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د بلخ والي محمد اسحق رهګذر، په داسې حال کي چې د ولایتي شورا ریس ډاکټر محمد افضل حدید هم شتون درلود، د اطلاعاتو فرهنګ نشراتو معین عبدالمنان شیوا شرق سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
پیل کې د اطلاعاتو خپراوي معین عبدالمنان شیوا شرق د بلخ والي د کرونا سره د مبارزې وړاندې له وړاندې تیاری وستایلو او بلخ ولایت ته یې د سفر موخه د مزارشریف د اطلاعاتو فرهنګ نوي ریس مطیع الرحمن کریمي معرفي کول یاد کړل او په یاده برخه کې یې د بلخ والي نه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ والي محمد اسحق رهګذر راغلي هیت ته د ښه راغلاست تر څنګ، د بلخ ولایت د اطلاعاتو فرهنګ پخواني ریس صالح محمد خلیق کارونه په نیکۍ یاد کړل او په اداراتو کې یې تغیر و تبدیل یو اصل یاد کړ وویل: د بلخ ولایت د شمال زون ولایتونو مرکزي حیثیت لري، هیله ده چي مطیع الرحمن کریمي دغه لوی مسولیت په ښه توګه ترسره کړي او د زوړ بلخ فرهنګ په برخه کې تل پاتې هڅه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا