اسلایدشوروستي خبرونهسیاستسیمهمهم مطالبنړۍ

فلسطیني اداره: په غزه کې د اسرائیلو له جګړې وروسته پلان له ناکامۍ سره مخ دی

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د غزې په تړانګه کښې د اسرائیلو د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د نوی پلان په غبرګون کښې د فلسطین ادارې وویل دغه پلان له ناکامۍ سره مخامخ دی.

د اسراييلي رژيم پلان پر غزې د دغه رژيم د نامحدود کنټرول او د فلسطين د يو اړخيز نه پيژندلو وړاندوينه کوي.

د هغه سند له مخې چې په دې وروستیو کې د بنیامین نتانیاهو لخوا د دغه رژیم د امنیتي کابینې غړو ته وړاندې شوی، د اسراییل رژیم د اشغال شوې لویدیځې غاړې او غزې په شمول د لویدیځ اردن په ټولو ځمکو امنیتي او نظامي کنټرول لري – هغه ځمکې چې فلسطینیان یې غواړي. تر څو خپل خپلواک دولت جوړ کړي

په همدې حال کې د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس ویندوی نبیل ابورودینه د دغه پلان په غبرګون کښې وویل: که چیرې نړۍ په سیمه کښې امنیت او ثبات غواړی نو باید د فلسطین د ځمکو د غاصب صهیونېسټ رژیم قبضه ختمه کړی. او یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ کړي چې بیت المقدس یې د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا