اسلایدشوسیاستشننه

هغه مظاهره، چې مصادره شوه

پرون په کابل کې د عدالت غوښتنې ورځ وه. هر څه ښه پر مخ تل او هر څوک د حکومت د تنبیه او د استبداد د پای ته رسولو په تکل کې و؛خو په روستیو شېبو کې د عدالت غوښتنې بهیر د ځینو په وګړیزناوړګټنغوښتونو کږلاری وموند؛ هغوی چې له حکومت سره وګړیزه ستونزه درلوده او له ارګه را استفراغ شوي وو او راغلل او تر موره زړه سواندې دایه شوه. په داسې ولسي مظاهرو کې، چې د چارواکیو له ظلم او بې کفایتۍ  پوزې ته راغلي ول، دداسې وګړیو ورګډېدلو، مظاهرې ته بل رنګ او اړخ ورکړ. که څه څوک نه پوهېدل، چې دا ټبریز ناوړګټنه پورته کوونکیو څنګه ځان په خلکو کې ورځای کړی و؛ خو په هر حال دوی پرون د قربانیانو په وینه او ځانونو لوبې وکړې او ددې ملي پاڅون وزنه یې په خپلو خامو اوعوام غولونکیو موضع ګیریانو سپک کړ .

پرون په کار ول، چې هغه وګړي مظاهرې ته ورپرېښوول شوي نه وای، چې وګړیزې او ټبریزې عقدې او غوټې یې درلودې. د پرون مظاهره د احمد ضیا مسعود ځای نه و،چې راغلی و او سیاسي خطبې یې ویلې او د خلکو د نیوکو له څپو یې په خپله ګټه ګټنه کوله. بلخوا څواړخیزه جرګه، چې پکې لطیف پدرام او د روښنايي غورځنګ مشران هم و، چې انځورونه یې په مجازي فضا کې هم راغلل، د خلکو د مقاومت ملا یې ماته کړه او ارګ ته یې پلمه په لاس کې ورکړه، چې یوه اعلامیه ورکړي او په دوکه او چلونو خلک ارامش ته راوبلي او په دې مدني- ولسي پاڅون د ناوړه ګټنې ټاپه ولګوي .

پرون خلک یو موټی واټونو ته راوتي ول، چې له حکومته خپله کرکه څرګنده کړي؛ هغوی نه له توپه ډارېډل او نه د حکومت له ډزو، چې څو تنه یې و هم وژل او د لس ګونو معترضینو وینې په ځمکه تویې کړې.

پرونۍ عدالت غوښتنه یوه خورا ملي عدالت غوښتونکی اعتراض و، چې نه قومي انګېزې د خلکو د راولاړېدو لامل شو او نه هم کوم ګوند او یا کوم ټاکلي بهیر پر لار اچولی و ؛ بلکې یو بشپړ ولسي حرکت و، چې د حکومت د خیانتونو او ناپوهیو پر وړاندې راولاړ شوی و . ښه به ول، چې دا ډول ولسي او ملي حرکتونه تر پایه ملي او ولسي پاتې شوي وای او ټبریزو ناوړ ګټونکیو یې اوبه خړې کړې نه وای .

پرون ارګ مېشتي په لړزه شوي ول او د  خلکو د غوسې له وېرې په سوړو کې پټ شوي ول؛ خو له هغه ځایه، چې حکومت په څو څو ځل دا ډول عدالت غوښتونکي اعتراضات په چل ول شیندلي دي،له دې حرکته یې هم د یوې اعلامیې په ورکولو، چې د معترضینو غوښتنو ته به رسیدګي کوي، استقبال وکړ .د اعلامیې له متنه څرګندېږي، چې د خلکو غوسې ته د ټینګې نه دي او په دې باب د ارګ دفاعي اوزار چل ول او عوام غولونه ده .

که څه د پرون ورځ مظاهره د حکومت له تاوتریخوالي او بدچلن سره مخ شوه او بلخوا ځینو ترې وګړیزه او ټبریزه ناوړ ګټنه وکړه؛ خو باید په یاد مو وي، چې هېڅ ځواک د خلکو یوموټیتوب ته د ټینګې نه دی؛ هغه حکومت، چې پر عدالت غوښتونکیو ډزې وکړي او د بې ګناهۍ په وینو یې لیت پيت کړي؛ نه یوازې یې په نړیواله کچه خپله اعتبار له لاسه ورکړی؛بلکې خپل سیاسي مرګ ته به هم ورنږدې شي .

ضیا موسوی- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا