اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د امنیتي مسایلو په اړه وکتل

ډید خبري اژانس: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره د امنیتي مسایلو او ګډو همکاریو په اړه وکتل.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د چهارشنبې په ورځ ( د کب۲۳مه) د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې حقاني په دې غونډه کې د اقتصادي پروژو پیل د «سیمې د ثبات لپاره» مهم وباله.

دغه وزارت د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي، چې سعیدوف د طا-لبانو له هڅو «د امنیت د تامین، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د سیمې د ثبات لپاره» خوښي څرګنده کړه.

بلخوا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر پرون په یوه رسمي سفر کابل ته سفر کړی او د لومړي وزیر په ګډون یې د طا-لبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له ملا محمد حسن اخند سره په کتنه کې وویل، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سمنټو د فابریکې د جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره پانګونه وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې په تاشکند کې به د طا-لبانو له سفیر سره په نږدې راتلونکي کې د طا-لبانو د صدراعظم له اقتصادي مرستیال ملا برادر سره وګوري.

بختیار سعیدوف په دې کتنه کې وویل چې هېواد یې هم غواړي له طا-لبانو سره د اقتصادي او کرنیزو پروژو د تطبیق په اړه خپلې تجربې شریکې کړي.

په دې کتنه کې سعیدوف وویل: د ازبکستان جمهور رئیس تل د ازبکستان او افغانستان ترمنځ په ښو او وروڼو اړیکو ټینګار کوي او په دې باور دی چې افغانستان باید یوازې پرې نه ږدي.

په تېرو دوه نيمو کلونو کې ازبکستان له طا-لبانو سره پراخې اړيکې لرلې او د دواړو لورو بېلابېلو پلاوو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا