اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

پوتین: که بندیزونه لیرې شي، موږ به د غنمو تړون بیا راژوندي کړو

ډید خبري اژانس: د روسیې ولسمشر د ترکیې له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، د روسیې د کرنیزو محصولاتو په تړاو د بندیزونو د لیرې کېدو په صورت کې د غلې دانې تړون بیا احیا کولو ته چمتو دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوغان سره په ګډه خبري غونډه کې له کتنې او ګډون وروسته په ترکيه کې د ګازو د يوه مرکز د جوړېدو وړانديز وکړ.

پوتین له اوکرایین سره د غلې دانې د تړون د بیا احیا کولو په اړه وویل: موږ چمتو یو چې د غلې دانې تړون په دې شرط چې د روسیې د کرنیزو محصولاتو په اړه ټول بندیزونه لیرې شي، بیا راژوندی کړو.

هغه زیاته کړه: غربي شریکانو خپلې ژمنې ماتې کړې، خو که خپلې ژمنې پوره کړي، موږ به هم د غلې دهلیز ته دوام ورکړو.

پوتین له ترکیې سره د سوداګریزو همکاریو په اړه هم ویلي چې ګازپروم په ترکیه کې د ګازو د مرکز پروژې لپاره خپله لار نقشه ترکیې ته وړاندې کړې او بل ګام یې د ګډې کاري ډلې جوړول دي.

پوتین: روسیه به تل د ترکیې تر ټولو لوی طبیعي ګاز شریک وي. موږ کولی شو دریم هیوادونو ته د ګازو د لیږد په اړه هم خبرې وکړو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په دغه خبری کانفرنس کښې وویل د تورې بحیرې د غلې دانې نوښت باید د نیمګړتیاوو په له منځه وړلو سره دوام ومومي.

اردوغان: موږ هوډ لرو چې په سیمه کې د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

اردوغان: مخکې مو د دواړو خواوو (روسیې او اوکراین) ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه و. په دې برخه کې هم د تېر په څېر تل چمتو یو چې خپله دنده ترسره کړو.

هغه زیاته کړه: د ملګرو ملتونو سره په ګډه، موږ د نویو پرمختګونو (د غلو د لیږد په برخه کې) د مهمو وړاندیزونو سره یو نوی بسته چمتو کړې. زه باور لرم چې دا ممکنه ده چې د نوي پروسې له امله پایلې ترلاسه کړو.

د یادولو وړ ده چې د غلې دانې تړون د روسیې د تولیداتو د صادراتو په اړه د خنډونو نه وروسته د کرملین لخوا لغوه شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا