اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د پاکستان او ملګرو ملتونو استازو د طا-لبانو د رسمیت پیژندلو په اړه خبرې وکړې

ډید خبري اژانس: د پاکستان استازې او د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو او د ښځو د حقونو په اړه نظرونه تبادله کړل.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په دې وروستیو کې په یوه ټویټ کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلی اوغلو سره د لیدنې خبر ورکړی.

دراني لیکلي چې دوی د طا-لبانو په رسمیت پېژندلو او د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه چې د پاکستاني طا-لبانو پناهځایونه، د بانکونو بندیزونه، د حسابونو بندول او په افغانستان کې بشري ناورین هغه نور موضوعات دي چې پاکستاني استازو د ملګرو ملتونو له دغه چارواکي سره خبرې کړې دي.

خو د پاکستان ځانګړي استازي د طا-لبانو د رسمیت پیژندلو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اصف درانی تېره اوونۍ د طا-لبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د ترینګلتیا له زیاتېدو وروسته د طا-لبانو له چارواکو سره د لیدو لپاره په درې ورځني سفر کابل ته ولاړ.

نوموړي پاکستان ته له راستنېدو وروسته په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېواد به یې له طا-لبانو سره د ټولو علاقې وړ مسایلو په اړه په فعاله توګه خبرو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا