افغانستانروستي خبرونهسیاستشننه

د طالبانو ځینې غړي به له داعش سره یو ځای شي

افغانان له طالبانو سره په سوله باعزته او پایداره سوله غواړي چې د جګړې د بس لامل شي، که چیرې طالبان په خپلو جنګي قومندانانو او وسله والو باندې کامل کنټرول نه لري، نو ښکاره ده چې د سولې هوکړه به د جګړې پای نه بلکې د یوې بلې ډلې د حضور او فعالیت پيل وي.

عبدالمنان توحیدیار
وروسته له هغې چې طالبانو له امریکا سره هوکړه وکړه او په دې هوکړه کې یې ځینې موارد له امریکا سره منل، خو له جنګي طالبانو یې پټ وساتل، د جنګي او سیاسي طالبانو ترمنځ یو کړچ پیدا شوی دی.
د طالبانو منځ کې داسې ګونګوسۍ دي چې طالبانو له امریکا سره منلې چې د امریکا ګټې به په افغانستان کې خوندي وي او ټولې هغه ډلې به له منځه وړي چې د امریکا ګټو ته په افغانستان کې ګواښ وي.
له همدې ویرې د داعش خراسان ډلې په یو لیکلي پيغام کې د طالبانو په جنګي ډلو غږ کړی چې د دوی له صفونو سره دې یو ځای شي او د امریکا او امریکا د ملیشو (طالبانو) پرضد دې مبارزه وکړي.
د داعش خراسان ډلې تر دې وړاندې هم داعش ډلې ته د امریکا ملیشې ویلي، خو اوس چې له امریکا سره هوکړه وشوه، د طالبانو ځینې جنګي ډلې هم سیاسي طالبانو ته د امریکا د ملیشو خطاب کوي.
د داعش دا وړاندیز چې د طالبانو وسله والو ډلو ته یې کړی، خطرناک دی، ځکه د طالبانو وسله وال له امریکا سره په هوکړه او له افغان دولت سره په جګړه باندې راضي نه دي او په دې برخه کې یې خپلې جدي اندیښنې له سیاسي ډلې سره شریکې کړي دي.
اوس له طالبانو سره هم اندیښنه شته، که چیرې له امریکا او افغان دولت سره سولې ته رسیږي، اړتیا ده چې ټوله ډله په منسجم ډول خلع سلاح کړي او جګړې په یو ځل بنده او سرتاسري اوربند وشي.
که طالبان په دې وضعیت کې د خپلو وسله والو منسجم کیدلو باندې و نه توانیږي، ښکاره ده چې د طالبانو غرور او کاذب قوت له پوښتنې سره مخ دی.
د طالبانو له سولې سره یو ځآی پاکستان داعش ډله کې مهم کلیدي کسان ځای په ځای کړي او امکانات یې ورته برابر کړي دي.
پاکستان په دې هڅه کې دی چې د طالبانو د جګړې ځای پر داعش ډک کړي او د دې لپاره د طالبانو هغو جنګي قومندانانو سره د پاکستان استخباراتو خبرې کړي، چې له دې سازمان سره یې اړیکې مستقیم دي.
له طالبانو ناراضي وسله والو باندې پاکستان هم کار کوي چې د داعش ډلې ته یې سوق کړي او د دې په بدل کې به پاکستان ورته امکانات او پيسې برابروي.
افغانان له طالبانو سره په سوله باعزته او پایداره سوله غواړي چې د جګړې د بس لامل شي، که چیرې طالبان په خپلو جنګي قومندانانو او وسله والو باندې کامل کنټرول نه لري، نو ښکاره ده چې د سولې هوکړه به د جګړې پای نه بلکې د یوې بلې ډلې د حضور او فعالیت پيل وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا