اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

واورې او باران د یو شمېر ولایتونو لارې تړلې دي

ډید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د واورې، باران او سېلابونو له امله د هېواد په یو شمېر ولایتونو لکه مزارشریف- سرپل- دایکندي- بامیان کې ترانسپورتي لارې تړل شوې دي. دغه وزارت وايي چې د دغو لارو د خلاصولو هڅې روانې دي.

دغه وزارت نن (چهارشنبه، د وږي ۸ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی دی چی مزارشریف – چهار-کینټ ولسوالۍ د لارې د سیلابونو د راوتلو مخنیوی کړی دی. دغه راز د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په لاره کې هم سيلابونو يو پل ويجاړ کړى او لاره يې د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

په دې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د کوتل قوناق لاره چې د بامیان او دایکندي ولایتونه سره نښلوي د واورې د ورښت له امله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوي دي.

د دغو بارانونو او سيلابونو له امله په فارياب ولايت کې لږ تر لږه دوه تنه مړه او خلکو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي. په بادغیس ولایت کې د یوه کور د دیوال نړېدو او سیلابونو دوه تنه وژلي دي.

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد یو شمېر ولایتونه د باران او واورو شاهدان دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا