اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

بریتانیا او پاکستان د خپلو دوه زره سیمه ییزو همکارانو پر لېږد موافقه وکړه

ډیډ خبري اژانس: لکه څنګه چې د نومبر لومړۍ نیټه نیږدې کیږي، برتانوي چارواکو له پاکستان سره موافقه کړې چې خپل شاوخوا دوه زره محلي افغان همکاران په ۱۲ چارټرډ الوتنو کې لندن ته انتقال کړي.

دغه پرېکړه په کراچۍ کې د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې د لوړپوړو چارواکو او د برتانیې د عالي کمېشنرۍ د یوه پلاوي تر منځ په یوه غونډه کې وشوه.

دواړو خواوو موافقه وکړه چې له راتلونکې اونۍ څخه د ډسمبر تر پایه بریتانیا ته د ټاکلي شمېر افغان کډوالو د لېږدولو لپاره ۱۲ الوتنې ترسره کړي.

برتانوي پلاوي د دغو ځانګړو پروازونو په ترسره کولو کې د پاکستاني ادارو د همکارۍ او د هغوی د لېوالتیا ستاینه وکړه.

د پاکستان د ملکي هوانوردۍ ادارې هم په بريتانيا کې د مېشتېدو لپاره د افغان کډوالو د ايستلو پلان خپور کړی، چې د ۱۲ ځانګړو چارټر الوتنو په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۰۰ افغانان تر پوښښ لاندې راولي.

دا چارټر شوي الوتنې به د دسمبر تر میاشتې پورې دوام وکړي او په اونۍ کې به انګلستان ته الوتنې ترسره شي.

ټاکل شوې د دې شمېرې لومړۍ الوتنه له ۲۰۰ افغان کډوالو سره سبا پنجشنبه له اسلام اباد څخه انګلستان ته ترسره شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا