اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د کابل والي: په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيله صفر ته راټيټه شوې ده

رسول شهزاد – کابل

دید خبری آژانس: دکابل والي محمدقاسم خالد دوزير محمد اکبر خان څلور لاری منار دپرانستلو په مراسمو کې وويل چې په هيواد کې دنشه يي توکو کښت او قاچاق صفر دى او په زرګونو تنه روږدي کسان تداوي شوي دي.

د کابل والي مولوي محمد قاسم خالد د دوشنبې په ورځ وویل چې افغانستان د څلور لسیزو جګړو له زړه څخه وتلی او اوس اسلامي نظام حاکم او ملي امنیت تأمین شوی دی.

د کابل والي په هېواد کې د نشه يي توکو د کښت په اړه وويل، چې د نشه يي توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلى او د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوې ده.

ښاغلي خالد زیاته کړه چې اوس اسلامي امارت په تیرو دوو کلونو کې د قوش‌تیپې په څیر سترې پروژې په لاره اچولي دي چې د هیواد د اقتصادي او سیاسي ثبات لپاره مهم کار دی.

هغه وویل، د اسلامي امارت د واکمنۍ په دوو کلونو کې د افغانستان ملي اسعارو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل ثبات ساتلی، په داسې حال کې چې د ګاونډیو هېوادونو ملي اسعار د افغانیو په پرتله بې ثباته شوي دي.

د خالد په وینا، اسلامي امارت د سوالګرو په برخه کې هم مهم پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي او زیاتره یې راټول کړي، چې ځینې یې مسلکي سوالګر دي، چې له بهرنیو هیوادونو سره استخباراتي اړیکې لري.

هغه زیاته کړه، کابل ښاروالۍ د بیارغونې او ښکلا په برخه کې مهمې هڅې کړې، چې کابل ښار یې په تېرو شلو کلونو کې نه دی لیدلی.

له بلې خوا د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او سوداګر باید د کابل ښار په ښکلا او ښه والي کې ونډه واخلي.

د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له ملي سوداګرو وغوښتل چې د کابل ښار د ښکلا او نظم په ښه والي کې ونډه واخلي.

د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستيال وويل چې اوس په هېواد کې ملي امنيت تامين شوى او ملي پانګه وال او سوداګر بايد د هېواد په پرمختګ او پرمختيا کې له سرپرست حکومت سره شريک وي.

برادر په کابل ښار کې د سړکونو جوړول د دغه ښار د نظم او ښکلا لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه، چې د هېواد د بيارغونې او پرمختګ لپاره فضا چمتو ده او ملي سرمايه داران بايد د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي.

له بلې خوا د کابل ښاروالۍ د فوايد عامې رييس نعمت الله بارکزي وويل، چې د وزير محمد اکبر خان سړک د ښاروالۍ په مالي لګښت او د افغان يونايټډ بانک په مالي مرسته رغول شوى او ښکلا يې کړې ده.

ښاغلي بارکزي وویل، چې د دغه څلورلارې پر ښکلا نږدې سل زره امریکايي ډالره لګښت راغلی او د جوړېدو چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا