اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملی امنیت شورا: سل طالب بندیان خوشی شول

د افغانستان اسلامي‌ دولت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب د ۲۰مې نېټې د فرمان له مخې ۱۰۰ تنه طالب زندانیان د دوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شول.

دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.
دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي. د افغانستان اسلامي جمهوریت عین ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې ترلاسه کړی دی.
د زندانیانو د خلاصون پروسه د بایومیټریکي ثبت نام وروسته د معمول دود سره سم خوشي سول.
د افغانستان سلامي جمهوري دولت ژمن دی چې د سولې پروسې پرمختګ لپاره به طالبانو سره د لا ډېرو تخنیکي خبرو اترو دروازه پرانیستې ساتي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا