اسلایدشوافغانستانشننه

پاکستان د علماوو له فتواوو ابزاري ګټنه کوي

د پاکستان د علماوو شورا په یوه فتوا کې د انتحار حرمت اعلان کړ او د افغانستان د علماو شورا ددې فتوا په غبرګون کې وویل، چې دا یو سیاسي ستونزه ده او د فتوا په ورکولو نه حلېږي .

د فتوا ورکول هغه کارټ دی، چې په پاکستان کې د سیاسي ځواک او عمدتا آی اس آی په لاس کې دی او هر وخت، چې یې د سیاسي- امنیتي ګټو غوښتنه وي، ګټنه ترې کوي . که په پاکستان کې د فتوا ورکولو مخینه ته دقیقه کتنه وکړو،په څو څو ځل فتواوې ورکول شوې دي او کله کله خو د یوې موضوع په باب متناقضې فتواوې هم ورکول شوې دي. انتحار، ترور او جګړه په افغانستان کې واجب او په پاکستان کې مطلقا حرامه ده .

په فتواوو کې دا ټکر  له دیني مقولاتو نه د آي اس آی په ابزاري ګټنې پورې تړاو لري . او دا په پاکستان کې د پټو سیاسي- امنیتي چارواکیو په لوبو او تاکتیتکونو پورې اړه لري، چې کله څنګه فتوا ورکړي .

په نړۍ کې یوه هېواد هم د پاکستان هومره په دیني مقدساتو لوبې نه دي کړي او دومره یې ترې ابزاري ګټنه نه ده کړې او یوه هېواد هم دومره د افغانستان له برخلیک سره لوبې نه دي کړي . پرون یې له شوروي سره د مبارزې په نامه له غرب او امریکا باج اخسته او نن د طالبانو او القاعدې په نامه باج اخلي . په نړۍ کې به د پاکستان هومره بل یو هېواد  هم پیدا نه کړئ، چې د افغانستان بربادي به وغواړي  او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره له اسلام، دیني مقولاتو، دیني مدرسو، دیني زده کړیالانو، علماوو او فتواوو نه ناوړګټنه وکړي، چې د هغو پروژو په قالب کې طراحي او پلي کېږي، چې سیا، موساد او عربستان یې  اصلي شریکباڼي دي؛ خو تاریخ به وښيي، چې پایله به دا نه وي او خپلې شومې نقشې به یې خپلو ځانونو ته ور وګرځي او د افغانستان د بربادۍ پر ځای به په خپله برباد شي.

داکتر عدالتخواه- خبرگزاری دید

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا