اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې اداري پلاوي، د کمېسیونونو او پارلماني ګروپونو رئیسانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ولسي جرګې اداري پلاوي، د کمېسیونونو او پارلماني ګروپونو رئیسانو سره په ارګ کې وکتل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ولسي جرګې اداري پلاوي، د کمېسیونونو او پارلماني ګروپونو رئیسانو سره په ارګ کې وکتل.
د دید خبری آژانس به رپوت، په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ، د سیاسي تفاهم او ملي بنسټونو د پیاوړتیا، د لاښو خدمتونو وړاندې کولو، د درې ګونو قواو د همغږۍ او همکارۍ د زیاتوالي، له فرصتونو څخه د پر وخت استفادې، د ملي شورا (ولسي جرګې او مشرانو جرګې) استازو سره د دوامداره او کاري ناستو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني د ولسي جرګې د کړنو، د قوانینو د تصویب، د خلکو شکایتونو ته د رسیدګي او د پارلماني نظارت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د دغه ډول ناستو د دوام هیله وکړه.
ورپسې ملک قیس نوراغا ملکزي د ولسي جرګې د کمېسیونونو، خان اغا رضایي د پارلماني ګروپونو په استازیتوب او د ننګرهار د خلکو استازې لیلما حکیمي د درې ګونو قواوو د همغږۍ او همکارۍ، د ستونزو د حل لپاره د ګډ میکانیزم، د سولې د تامین، له ولسي جرګې سره د حکومت د سولې طرحې د شریکولو، د ستونزو د حل په موخه د وزیرانو او وکیلانو د همکارۍ او لیدنو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه له جمهوررئییس سره شریک کړل.
جمهوررئیس غني د ولسي جرګې مشرتابه او استازو ته د ښه راغلاست پرمهال د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي، همکاري او متقابل درناوی حتمي او مهم وبلل او د عالي مقام دفتر عمومي رئیس او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته یې لارښوونه وکړه چې د وکیلانو او وزیرانو ترمنځ د لا ښې همکارۍ او د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه دې یو حکم ترتیب او د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
جمهوررئیس په ټينګار سره وویل، د خلکو ستونزو ته د پر وخت رسیدګۍ په موخه هیڅ وزیر او د خپلواکو ادارو مسوولین له وکیلانو سره د لیدنو مهالوېش نشي بدلولی. هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له کمېسیونونو سره به د منظم مهالوېش له مخې کاري او دوامدارې غونډې ترتیب شي.
د هیواد جمهوررئیس وړاندیز وکړ، د ولسي جرګې د استازو او وزیرانو غونډې دې ثبت شي، تر څو ټولو ته واضح شي چې هلته شخصي نه، بلکې ملي مسایل مطرح کېږي. هغه زیاته کړه، وزارتونه او ادارې باید وزارت محوره او اداره محوره شي.
جمهوررئیس د ولسي جرګې استازو څخه د قوانینو د تصویب له امله مننه وکړه او وې ویل، ځینې مهم قوانین لا هم پاتې دي او پر هغوی یې د تمرکز هیله وکړه. هغه زیاته کړه، ټولو وزارتونو او ادارو ته مې لارښوونه کړې چې اړوندې لایحې او مقررې مشخصې کړي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، سوله د ولس غوښتنه او د حکومت لومړیتوب او مسوولیت دی او ما له ولس سره ژمنه کړې وه چې د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به بېرته پر سوله تمرکز کوو او په همدې اساس موږ د سولې لپاره خپلې هڅې پیل کړي.
جمهوررئیس د مشارکت او مشورې ارزښت ته په کتو وویل، د حکومت د سولې مسوده به د لا بډاینې او په سند د بدلېدو لپاره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له استازو سره شریکه شي. هغه زیاته کړه، ماحول بدل شوی، جمهوریت خپله بقا او دوام تثبیت کړې او په دې برخه کې هیڅ ډول شک او ابهام وجود نه لري.
محمداشرف غني د ولسي جرګې د استازو له لوري د حکومت د چارو په نظارت کې تېرو ستونزو ته په اشارې وویل، د نظارت اصل سم دی، مګر د څارنې شېوه او ډول باید تعریف او واضح شي، ځکه نظارت یو تخصصي کار دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا