اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

ملا برادر ترکيې ته ولاړ

دید خبري آژانس: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ له کابله ترکیې ته روان شوی دی.

د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال څو شېبې وړاندې په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند د یوه پلاوي په مشرۍ نن سه شنبه (د اسد ۱۷مه) ترکیې ته سفر وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي: ټاکل شوې ده په دغه سفر کې له ترکي چارواکو او په هغه هېواد کې له مېشتو افغان پانګوالو سره پر کتنو سربېره، د پانګونې د جلبولو په موخه په یوه لویه غونډه کې هم ګډون وکړي.

دا سفر په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د طا-لبانو د واکمنۍ دوه کاله تېرېږي او تر اوسه په هېواد کې یو مشروع او عادي حکومت نه دی جوړ شوی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا