اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د کندز چارواکو ته وویل، چي روان وضعیت د قبول وړ نه دی او باید تغیر وکړي

د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب شمال ته د خپل سفر په ترڅ‌ کي نن سهار په کندز کي د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤلینو سره پر امنیتي وضعیت باندي خبري وکړې او هغوی ته یې وویل، چي روان وضعیت باید حتمي او ضروري تغیر وکړي.

د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب شمال ته د خپل سفر په ترڅ‌ کي نن سهار په کندز کي د یاد ولایت له ملکي او نظامي مسؤلینو سره پر امنیتي وضعیت باندي خبري وکړې او هغوی ته یې وویل، چي روان وضعیت باید حتمي او ضروري تغیر وکړي.
د دید خبری آژانس په رپوت، د ۲۰۷ پامیر قول اردو قومندان د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي ته یې د عمومي امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.‌ هغه وویل، چي امنیتي ځواکونه توانېدلي چي وردوج، یمګان، دهنه غوري او درقد ولسوالۍ بیرته له وسلوالو طالبانو ونیسي.
نوموړي همداراز وویل، چي ټول تمرکز پر دې دی، څو مخالفین د هغوی په مراکزو کي د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه او دفاعي حالت کاملا په محاربوي حالت بدل سي.
د کندز ځايي مسؤلینو د ملي امنیت سلاکار ته وویل، چي په ښار کي د جنايي جرایمو، زورواکانو او غاصبینو پر ضد هم فعالیتونه چټک کړي‌او ښې لاسته راوړني لري.‌

د کندز د ولایتي شورا رئیس په یاده امنیتي جلسه کي وویل،‌ چي په کندز کي جنګونه ددې باعث سوي چي عام المنفعه تاسیسات له منځه ولاړ سي، نو ضرورت دی چي محلي او مرکزي ادارې د تاسیساتو بیارغوني او د سیمه ییزي حکومتولۍ بهبود ته توجه زیاته کړي.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي د ملي‌امنیت سلاکار ته وویل، چي طالبان د خلکو پر ضد فعالیت کوي‌ او عادي ژوند یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی. هغه زیاته کړه، چي طالبان د کلتور او افغاني دودونو خلاف د سیمي خلک تنګوي او ولس هیله لري، چي امنیتي ادارې یې د طالبانو له شره خلاص کړي.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب امنیتي او ملکي مقاماتو ته وویل، چي روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی او باید ځايی ملکي‌او نظامي مسؤلین خپل مسؤلیتونه په سمه توګه درک او لازم اجرات وکړي.
هغه مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چي خپل منځي همږغي زیاته کړي، د ولایتي شورا سره په ګډه کار وکړي، د علماوو او مشرانو سره هماهنګي زیاته کړي، له خپلو قرارګاه وو څخه راووزي او دښمن د هغوی په پټن ځایونو او ساحو کي له منځه یوسي.
د ملي امنیت سلاکار یادونه وکړه،‌ چي د کندز غوندي یوې جغرافیې کي د دښمن له منځه وړل سخت کار نه دی، ځکه هم امکانات خورا زیات دي او هم ولس د طالب له شتون څخه په تنګ راغلی دی، بناً باید ژر تر ژره دښمن وځپل سي.
هغه یادونه وکړه، چي مرکزي اداره د محلي ادارو هر راز ستونزي حل کوي، خو وضعیت باید ژر تر ژره تغیر وکړي‌ او خلکو ته د اوسېدو لپاره مصؤنه فضا چمتو کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا