روستي خبرونهنړۍ

امریکاییانو د ملکیانو وژلو ته مخه کړې ده

د «اير وورز» په نوم يوه غير دولتي سازمان خبر ورکړی دی، چې امريکايي او ايتلافي ځواکونو په تېره يوه مياشت کې د عراق په موصل او د سوريې په رقه ښار کې ۷۴۴ تنه ملکيان وژلي دي. دې سازمان زياته کړې ده، چې د دې ځواکونو په عملياتو او بمباريو کې سلګونه نور ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي. ايتلافي ځواکونه ادعا کوي چې دا يې تر ټولو دقيق عمليات دي.

دغه سازمان چې مرکز يې په لندن ښار کې دی د پېښو له عيني شاهدانو معلومات راټولوي. سازمان وايي چې په يادو دوو ښارونو کې د ايتلافي ځواکونو عمليات او جګړه ويجاړوونکي وو.

په داسې حال کې چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه ادعا کوي، چې په ۲۰۱۴ز کې د جګړې له پيله تر دې دمه يوازې ۶۰۳ تنه ملکيان د دوی له لوري په غير قصدي توګه وژل شوي دي، «اير وورز» سازمان دغه ادعا ردوي او څرګندوي چې يوازې تېره مياشت کې دې ځواکونو په دوو ښارونو کې ۷۴۴ تنه ملکيان وژلي دي او سلګونه نور يې ټپيان کړي دي.

د دې سازمان رييس کريس ووډز څرګنده کړې ده، چې موصل کې د داعش د له منځه وړو په پلمه چې کوم عمليات شوي، تر ټولو ډېر زيان يې ولسي وګړو ليدلی دی. يوې بلې بهرنۍ سرچينې وړاندې خبر ورکړی و، چې ايتلافي ځواکونو دې ښارونو کې د جګړې پر مهال هغه وسلې هم کارولې دي، چې په نړيواله سطحه يې کارول ممنوع دي. د دې وسلو کارولو له کبله هم سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بښنې نړيوال سازمان د تېرې سه شنبې په ورځ وويل، چې ايتلافي او عراقي ځواکونو د عراق او سوريې جګړه کې د ولسي وګړو د تلفاتو د مخنيوي له پاره لازم ګامونه نه دي اخيستي.

د يادونې وړ ده، چې د عراق پوځ څو ورځې وړاندې په بشپړ ډول د موصل د نيولو خبر ورکړ. د موصل تازه خپرو شويو انځورونو او وېډيوګانو وښوده، چې د عراق دغه ښکلی او دوهم اباد ښار په بشپړ ډول کنډواله شوی دی. د عراق لومړي وزير په همدې مناسبت له جنګېدونکو سرتېرو سره د خوښۍ لمانځلو کې ګډون وکړ.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا