اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاست

د امنیت شورا ۱۱ غړي: طا-لبان دې پر ښځو بندیزونه لغوه کړي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تبعیض غندلی او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

اکوادور، فرانسې، جاپان، مالتا، سویلي کوریا، سریلانکا، سلوانیا، سویس، انګلستان، امریکا او ګانا پرون د افغانستان په اړه د امنیت شورا له غونډې مخکې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او له طا-لبانو یې وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې له سیاستونو او احکامو لاس واخلي..

د امنیت شورا غونډه پرون د تړلو دروازو تر شا جوړه شوه، خو د راپورونو له مخې کومه نتیجه یې ورنه کړه.

د ۱۱ هېوادونو استازو او د ښځو، سولې او امنیت لپاره د ګډو ژمنو د اعلامیې (WPS) لاسلیک کوونکو په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او ګټو د تعقیب په برخه کې پر خپلو ټینګو ژمنو ټینګار کړی دی.

د دوی په وینا، په افغانستان کې سوله، ثبات او پایداره پرمختګ یوازې هغه مهال راتلای شي چې د قانون حاکمیت او د ټولو افغانانو بشري حقونو ته د درناوي پر بنسټ یوه ټول شموله سیاسي پروسه وي.

د دغو هېوادونو استازو ویلي دي چې ښځې او نجونې باید په عامه، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کې له خپلو بشري حقونو او اساسي آزادیو څخه برخمن شي.

دوی د شخړو په مخنیوي او هواري، د سولې په ټینګښت او بشردوستانه ځواب ویلو کې د ښځو پر اساسي رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان په پرمختګ، اقتصاد او سیاسي پروسو کې د ښځو مساوي ونډه حیاتي ده.

د هېوادونو استازو زیاته کړه چې افغانستان د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته ژمن دی او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون، د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق غړیتوب لري. د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق او د بشري حقونو نور کنوانسیونونه او د هیواد نړیوالو مکلفیتونو ته باید درناوی وشي.

دوی وویل چې د بشري حقونو د سرغړونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د جرمونو حساب باید ورکړل شي.

د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د کار پر حیاتي اهمیت ټینګار وکړ او د دغه بنسټ او د ملګرو ملتونو د نورو ادارو د هڅو ستاینه یې وکړه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا