اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

پنټاګون: داعش تر ۶ مياشتو له افغانستانه پر امريکا د برید کوي

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پياوړتيا په اړه د انديښنو په دوام، دا ځل د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت تر ټولو سختې اندیښنې په ډاګه کړي دي.


د تاند د راپور پر بنست، د دفاع وزارت( پنټاګون) سیاسي مرستيال کولین کال پرون د سنا جرګې دفاعي کمېټې ته ويلي، چې داعش یا اسلامي دولت ډله به په شپږ میاشتو کې د دې جوګه شي چې له افغانستان څخه پر متحدو ایالتونو حمله وکړي او دا ډله د دې کار اراده هم لري.
د امریکا د دفاع وزیر سیاسي مرستیال کولین کال همداراز وویل، لا څرګنده نه ده چې ایا طا-لبان له داعش سره د مبارزې توان لري او که نه.
دغه لوړپوړي امريکايي چارواکي وویل تراوسه لا روښانه نه ده چې آیا طا-لبان به د داعش ډلې پرضد د اغېزمنې مبارزې توان ولري که نه خو هغه یادونه وکړه چې دا دوه ډلې له یوبل سره مرګونې دښمني پالي.
د پنټاګون دې چارواکي همداراز وویل چې القاعده شبکه ښايي د یوه یا دوو کلونو په ترڅ کې له افغانستانه بهر پر امریکا د حملو وړتیا ترلاسه کړي.
د طا-لبانو وياند ذبیح الله مجاهد بيا د افغانستان له خاورې څخه امريکا ته د القاعدې او داعش ډلو د خطر پېښولو انديښنه يوه ناسمه ارزونه ګڼلې ده.
له امریکا متحده ایالاتو څخه مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي و، چې د داعش ډلې تر دوه زرو پورې جنګيالي په افغانستان کې د منځنۍ اسيا پولو ته نيږدې ځای پر ځای شوي او فعال دي.
هغه د هم ګټو هېوادونو په کلنۍ ناسته کې وويل، چې که اړتيا شي، د سیمې د هېوادونو په ملتيا به د داعش خلاف د افغانستان په خاوره کې عمليات وکړي.
امريکا او ناټو سازمان هم ويلي، چې په افغانستان کې ورته د رامنځته کيدونکو خطرونو د مهارولو وړتيا او امکانات لري.
داعش ډلې، له څه مودې راهيسې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د طا-لبانو او افغان شيعه ګانو پر ضد خپلو بريدونو ته زور ورکړی.
څو ورځې مخکې په سویلي ولایت ارزګان کې د یادې ډلې د بيرغ پورته کیدو او د مياشتې په دېرش زره افغانۍ معاش د جنګیالیو د جذب په اړه د نوموړې ډلې د اعلان خبر ورکړل شو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا