اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

متقي په کابل کې د اتریش د ازادۍ ګوند له یو شمېر غړو سره وکتل

دید خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی د اتریش د آزادۍ ګوند له یوشمیر غړو سره د قونسلۍ د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ (۳ میزان) د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې دوی په بروکسل کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلګرۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او د اسانتیاوو پر رامنځته کولو خبرې وکړې.

متقي د اتریش د ازادۍ ګوند استازو ته دا هم وویل چې «د افغانستان وضعیت له هغه څه سره ډېر توپیر لري چې په رسنیو کې ښودل شوي او ویل کېږي».

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د اتریش د ازادۍ ټولنې غړو ډاډ ورکړی چې اروپا ته به د افغانستان د روان وضعیت «حقیقي انځور» وړاندې کړي.

د اتریش د ازادۍ ګوند غړو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ دغه ګوند په اروپا کې د مهاجرت او مسلمانانو ضد سیاستونه تعقیبوي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طا-لبانو له واکمنۍ څه باندې دوه کاله تېرېږي، خو تر دې مهاله هېڅ هېواد په رسميت نه دى پېژندلى.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا